ناټو وايي د افغان سولې له پاره سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې

ناټو وايي د افغان سولې له پاره سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي : ( زه پاکستان او د سیمې ټول هېوادونه هڅوم چې د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي. څه چې په ۲۰۲۰ کال کې بدل شوي تېر یوه کال کې یوه پیاوړې سیمه ییزه اجماع د سولې د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده.)

ایران وايی بهرنیان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دي

ایران وايی بهرنیان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دي

د نشه يی توکوو پر وړاندې د مبارزې ایراني بنسټونه وایي روان کال او راتلونکی کال ددوی کارونه ډېرېږي. ددوی په خبره په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید دوه برابره شوی دی چې دا مسئله افغانستان او ایران دواړو ته نوې ستونزې زېږولی شي.

حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو

حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو سلا مشورو ته توند غبرګون لري؛ وایي، د سولې خبرو لپاره د دولت طرحه اوربند دی او د ( تاوتریخوالي کموالی) پوځي او حقوقي مانا او عملي بڼه نه لري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې برخه کې د سپیناوي غوښتنه کوي.

مشرانو جرګه: ایران د افغانستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه کوي

مشرانو جرګه: ایران د افغانستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه کوي

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي: د ایران د هوايي ځواکونو قوماندان چې کومې څرګندونې درلودې باید حکومت یې په اړه غبرګون ښودلی واي، حکوومت باید د دواړو پیښو په اړه غبرګون درلودی هم د الوتکې د ویشتلو او هم د ایراني چارواکو د غیر مسوولانه څرګندونو په اړه .

د دفاع وزارت: په هرات او غور کې مو له طالبانو مهمې سيمې نيولې دي

د دفاع وزارت: په هرات او غور کې مو له طالبانو مهمې سيمې نيولې دي

ﺩﻓﺎﻉ ﻭﺯﺍﺭﺕ ﻭﯾﻠﻲ، ﺩ ﻏﻮﺭ ﺩ ﮐﻤﻨﺞ ﺩﺭﻩ ﺩ ﻏﻮﺭ - ﻫﺮﺍﺕ ﭘﺮ ﻟﻮﯾﻪ ﻻﺭﻩ ﻣﻬﻤﻪ ﺳﯿﻤﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﻬﻤﻮ ﻣﺮﮐﺰﻭﻧﻮ ﻭﻩ . ﺩ ﺍﻣﻨﯿﺘﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﻪ ﻭﯾﻨﺎ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺩﺭﻩ ﮐﯥ ﺗﺮ ۱۰۰ ﺯﯾﺎﺕ ﻃﺎﻟﺐ ﻭﺳﻠﻮﺍﻝ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪﺍﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺗﺴﻠﯿﻢ ﺷﻮﻱ .

افغانستان په تهران کې دلوېدلې الوتکې د څیړنې په موخه پلاوی لیږي

افغانستان په تهران کې دلوېدلې الوتکې د څیړنې په موخه پلاوی لیږي

ﺩ ﺑﻬﺮﻧﯿﻮ ﭼﺎﺭﻭ ﻭﺯﺍﺭﺕ ﻭﯾﺎﻧﺪ ګﺮﺍﻥ ﻫﯧﻮﺍﺩ ﻭﺍﻳﻲ :
'' ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ ﺍړﻭﻧﺪ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺗﻪ ﺩ ﻭﮊﻝ ﺷﻮﯾﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﺩ ﮐﻮﺭﻧﯿﻮ ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ﺍﻣﺮ ﮐړﯼ ﺍﻭ ﺩ ﺗﺨﻨﯿﮑﻲ ﭘﻼﻭﻱ ﺍﺳﺘﻮﻟﻮ ﭘﺮﯦﮑړﻩ ﭘﻪ ﭘﺎﻡ ﮐﯥ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ګډﻭﻧﻮﺍﻟﻮ ﻟﯿﺴﺖ ﺑﻪ ﯾﯥ ﻟﻪ ﭘﺮﯦﮑړﯤ ﺳﻤﻼﺳﻲ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺍﻋﻼﻥ ﺷﻲ . ''

د ملاننګیالي وژنه، د امریکا او ایران له  لانجې سره تړاو لري

د ملاننګیالي وژنه، د امریکا او ایران له لانجې سره تړاو لري

ملا ننګیالی په شینډنډ کې له طالبانو دجلاشوې ډلې یو مهم غړی و چې له دولت سره یې همکاري درلوده. د هرات اوسیدونکي دې برید ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې له دولت سره همکار قوماندان ولې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له خوا په نښه کیږي.

کابل ته د ناټو د سکرترجنرال ننی سفرځنډول شوی

کابل ته د ناټو د سکرترجنرال ننی سفرځنډول شوی

د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له ولسمشرغني څخه بښنه غوښتې او ویلي یې دي ، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې نن کابل ته سفر وکړي، خو په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته راشي.