حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې.
Archive for tag: امنیت

د ملي دفاع وزارت وايي د بهرنیوځواکونو د وتلو هیڅ اندیښنه مه کوئ
د ملي دفاع وزارت سرپرست د کوماندو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې په خپلو خبرو کې پردې سربیره له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې چې خپلو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي هڅه وکړي، او د بهرنیو ځواکونو په وتو اندېښنې ونه کړي.

ولسمشر: غیر مسول وسله وال نور د زغملو نه دي
ولسمشر چې نن یې د جنرال عبدالرازق په پوځي اکاډمۍ کې د پولیسو د فراغت مراسمو ته وینا کوله وويل: ټول امنیتي ځواکونه نه شي کیدای چې په جګړه بوخت وي.

کابل کې اتیا زره غیر مسول وسله وال اوسي
خلک غواړي چې دا عملیات د جرمونو د مخنیوي سبب شي او دوامدار وي. کابل ښاریان دغه راز نیوکه کوي چې غله او نامسوول وسلوال تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته بډې ورکوي، او بېرته خوشې کیږي.

د دفاع وزارت: په هرات او غور کې مو له طالبانو مهمې سيمې نيولې دي
ﺩﻓﺎﻉ ﻭﺯﺍﺭﺕ ﻭﯾﻠﻲ، ﺩ ﻏﻮﺭ ﺩ ﮐﻤﻨﺞ ﺩﺭﻩ ﺩ ﻏﻮﺭ - ﻫﺮﺍﺕ ﭘﺮ ﻟﻮﯾﻪ ﻻﺭﻩ ﻣﻬﻤﻪ ﺳﯿﻤﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﻬﻤﻮ ﻣﺮﮐﺰﻭﻧﻮ ﻭﻩ . ﺩ ﺍﻣﻨﯿﺘﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﻪ ﻭﯾﻨﺎ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺩﺭﻩ ﮐﯥ ﺗﺮ ۱۰۰ ﺯﯾﺎﺕ ﻃﺎﻟﺐ ﻭﺳﻠﻮﺍﻝ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪﺍﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺗﺴﻠﯿﻢ ﺷﻮﻱ .

عبدالله ګارد: په دښمن کې وېره خوره کړئ
د سمنګان د امنيې قوماندان وایی د پولیسو د ځانګړې قطعې عملیاتونو ښه پایله ورکړې او باید وهڅول شي. عبدالله ګارد وایی دښمن له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې او جګړې توان نه لري.

کابل ښاریانو د پولیسو هڅې ستایلې
د کابل ځینې اوسېدونکي وایی، که د پولیسو دا کار دوامداره وي، هیڅوک نه شي کولی جرم ته زړه ښه کړي.د خواله رسنیو یو شمیرکاروونکي د پولیسو دا کارستایي او له دوی غواړي چې باید لنډمهاله نه وي. دوی له مسوولینو غواړي چې نیول شوي کسان بیرته خوشي نه کړي او باید سزا وګالي.

د داعشیانو ۱۳۰ ښځې او ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول
د ننګرهار د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رییس وايی دا ښځې او ماشومان د کوزې پښتونخوا د قومي مخورو په منځګړیتوب د هغوی خپلوانو او د کورنیو غړو ته سپارل شوي او که بل ځل ونیول شول نو رحم به پرې ونه شي. هغه له دغو کورنیو وغوښتل چې د خپلې سیمې خلک په افغانستان کې د افغانانو پروړاندې له جګړې منعه کړي.

د آمرستار د وژل کیدو پيښې څیړنه پيل شوه
آمر ستار څلور ورځې وړاندې په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې له خپل زوی، د خورزوی، کوربه او د هغه له زوی سره ووژل شو. هغه د غیرقانوني وسله والو په لرلو تورن و. په دغه پلاوي کې د ملي شورا څلورغړي، درې کسان د آمر ستار له خپلوانو او دوه پخواني ا منیتي چارواکي شامل دي.