طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې

طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې

( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه د (AADA) په نوم یوې قراردادي انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).

په کندز کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته مالیه نه ورکوي.

په کندز کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته مالیه نه ورکوي.

د شیرخان بندر د نفتي توکو رییس سید عبیدالله سادات وايي په کندز ښار کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته قانوني مالیه نه ورکوي. هغه وايي څو ځلې یې په دې موخه امنیې قوماندانۍ ته مکتوبونه لیږلي، خو تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

په هرات کې ۱۳۰ زره بی اسنادو موټر چلیږي

په هرات کې ۱۳۰ زره بی اسنادو موټر چلیږي

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی هم خلک په حق ګڼي او وايی د پاکستان لاس یا ویشي موټر باید په یوه وخت په ټول افغانستان کې ټول شي. هغه وايي د والي دا طرحه به ناکامه شي او په دې برخه کې باید مناسبه لاره ولټول شي.

په کابل کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو وژغورل شو

په کابل کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو وژغورل شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي دا ماشوم محمد قاسم نومیږي چې د حاجي عبدالستار زوی دی او څه موده وړاندې د کابل ښار د اومې حوزې د جنګلک له سیمې تښتول شوی و.

يوه ۱۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار له خوا وژل شوې ده

يوه ۱۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار له خوا وژل شوې ده

د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي ویلي، چې تېره نیمه شپه د دې ولایت د مرکز ایبک په چرمګرۍ کلي کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چی خالده نومیده د خپل پلار د ښکاري توپک پر ډزو وژل شوې ده.

په بغلان کې د ګوزڼ مثبت پېښه ثبت شوې ده

په بغلان کې د ګوزڼ مثبت پېښه ثبت شوې ده

د بغلان دعامی روغتیا ریس وايی له ۲۰۱۱ کال وروسته په دغه ولایت کې د ماشومانو دګوزڼ ناروغي صفر شوې وه، خو کله چې وسله والو طالبانو د واکسین مخه ونیوله د ډنډغوري په سیمه کې يې مثبت پیښه ثبت شوه.

د تخار په اشکمش کې غیر مسول وسله وال له خلکو باج اخلي

د تخار په اشکمش کې غیر مسول وسله وال له خلکو باج اخلي

د اشکمش ولسوالۍ دا اوسیدونکي وايي که حکومت د دوی ستونزه حل نه کړي او د غیر مسولووسله والو مخه ونه نیسي، دوی به په خپله له هرې ممکنې لارې استفاده وکړي او که یې حکومت غږ وا نه وري د معلم رووف پروړاندې به خپله لاس په کار شي.