د غالیو د صادرونکو سوداګرو ټولنه وايي حکومت په دې برخه کې اغیزناک کار نه دی کړی، نو ځکه دا صنعت له ستونزو سره مخ دی. دوی وايي په تیر وخت کې افغانستان هرکال یو نیم مییلون متره مربع غالۍ صادروله، خو اوس دا شمېره له ۵۰۰ زرو تر ۶۰۰ زرو پورې رسیږي .
Archive for tag: تجارت

په هرات کې ۱۳۰ زره بی اسنادو موټر چلیږي
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی هم خلک په حق ګڼي او وايی د پاکستان لاس یا ویشي موټر باید په یوه وخت په ټول افغانستان کې ټول شي. هغه وايي د والي دا طرحه به ناکامه شي او په دې برخه کې باید مناسبه لاره ولټول شي.

په بلخ کې ځمکني ترانسپورت ۱۶۰ میلیونه افغانۍ عواید کړي
په بلخ کې د ځمکني ترانسپورت ریس مصطفی سروش وايي په ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د ترانسپورتي خدمتونو له لارې ۱۶۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

ننګرهار کې د کسبګرو خونه پرانیستل شوه
د افغانستان د کسبګرو، اصنافو او هټيوالو د عمومي خونې مرستيال نورالحق عمري وايي دا ۱۳م ولايت دی چې دا ډول خونې په کې پرانیستل کېږي، روانه اوونۍ به ۷ نورو ولايتونو کې هم پرانېستل شي .

هرات کې د کسبګرو خونه پرانیستل شوه
په همدې وخت کې په هرات کې د کسبګرو د خونې مسوولین وايي د فعالیت په پيلولو به کسبګرو ته آسانتیاوې برابرې کړي. د هرات د کسبګرو په خونه کې همدا اوس ۶۰ صنفونه ثبت دي. یو شمیر کسبګر وايي د دولت له خوا د لوړې مالیې اخیستلو له امله شکایت کوي. دوی تمه لري چې دا مالیه راټیټه شي.

د افغانستان بانک غواړي صرافۍ په شرکتونو بدلې کړي
د افغانستان بانک ویاند شریف شګیوال وايي: د صرافیو په سیستم کې به په دې سره خورا ژور بدلون رامنځ ته شي او غواړو چې خدمتونه يي معیاري او پرمختللي شي.

حقجو وايي ولسمشرد كتنې وخت ورنه كړ
حقجو وايي ولسمشر بايد د دغه ادارې د تيرو نهو مياشتو كارونه ارزولي واى ځكه په كارونو كې يې د پام وړ ښه والى راغلى دى. هغه وايي له كله چې د دغه ادارې د رييس په توګه ګومارل شوى څو ځلې يې هڅه كړې او له ولسمشر سره يې د كتنې غوښتنه كړې ، خو دا اجازه ورته نه ده وركړل شوې.

ولسمشر د قربان حقجو طرحه رد کړه
دا سرچینه وایی په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) په اړه دوه طرحې وړاندې شوې، چې يوه په خپله د ايسا ادارې له لوري وه، چې په کې د يادې ادارې لپاره وړانديز شوى و، چې د يوه بوديجوي واحد په توګه وپېژندل شي.