طالبان وايي: تښتیدلي کسان بسم الله، رازمحمد، اسماعیل، سعدالدین، عبدالحکیم، شیر بهادر او حضرت الله دي. د طالبانو اعلامیه وايي داکسان خوندي ځای ته رسیدلي دي.
Archive for tag: ترهګر

کندهار کې دوه امريکان وژل شوي
د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، کندهار کې د ماین چاودنه کې د امریکا دوه سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

کندهار کې په امریکايي سرتېرو چاودنه شوې
سرچینه وایی چاودنه د مقناطیسی ماین له امله ده.
دغه ماموریت د دغې پېښې د ډېرو جزییاتو او دا چې دا پېښه قرباني لری که نه څه نه دي ویلي.

په کابل کې ۷۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي
دا کسان د ترهګرۍ، وسله والې غلا، اختطاف او نشه یی توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.سرچینه وايي په نیول شویو کسانو کې پنځه طالب ماین خښوونکي هم شامل دی چې د کابل په ده سبز ولسوالې کې نیول شويدي

کابل ته د ناټو د سکرترجنرال ننی سفرځنډول شوی
د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له ولسمشرغني څخه بښنه غوښتې او ویلي یې دي ، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې نن کابل ته سفر وکړي، خو په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته راشي.

امریکا: ښايي د ایران مذهبي مشران هم په نښه شي
هغه ویلي،قاسم سلیماني یو ترهګر و او د هغه تر وژل کېدو وروسته ښايي نړۍ او په ځانګړې توګه سیمه آرامه شي.

طالبانو ته نیژدې سرچینه: د امریکا او طالبانو خبرې بیا پيل شوې
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دا ځل به په خبرو کې د تاوتریخوالي په لږولو تمرکز وشي. طالبانو ته نیژدې سر چینې وايي طالب رهبران په اوربند نه دي سلا شوي، بلکې غواړي په لویو ښارونو کې خپل بریدونه لږ کړي.

د ننګرهار په مومندره او دوربابا کې پوځي عملیات پيل شول
والي وايي دا عملیات د ملي اردو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې ترسره کیږي چې په بشپړیدو سره به په پاکو شویو سیمو کې د سرحدي ځواکونو څلور نورې دایمي پوستې هم جوړې شي.

طالبان: د قاسم سلیماني وژل به بدې پایلې ولري
طالبان وايي د سلیماني تر وژلو وروسته د ترمپ وحشت او د دغه برید د مسولیت منل ښيي چې امریکا د بل هر وخت په پرتله کمزورې شوې ده.

برېتانیا له خپلو وګړو غوښتي افغانستان ته له سفر ډډه وکړي
دغه هېواد برېتانوي وګړو ته ویلي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي او هغه بریتانویان چې په افغانستان کې دي باید له پوره احتیاط کار واخلي. برېتانیا ویلي چې په سیمه کې وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي د ناندریو مخنیوی وشي.