د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایی چې اوه تنه بندیان تیره شپه یې تښتیدلي تر اوسه نده مالومه نه ده چې کوم ډول مجرمین دي او په کومه لار له زندان وتلي دي.
Archive for tag: جرمونه

کابل کې اتیا زره غیر مسول وسله وال اوسي
خلک غواړي چې دا عملیات د جرمونو د مخنیوي سبب شي او دوامدار وي. کابل ښاریان دغه راز نیوکه کوي چې غله او نامسوول وسلوال تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته بډې ورکوي، او بېرته خوشې کیږي.

په کابل کې ۷۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي
دا کسان د ترهګرۍ، وسله والې غلا، اختطاف او نشه یی توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.سرچینه وايي په نیول شویو کسانو کې پنځه طالب ماین خښوونکي هم شامل دی چې د کابل په ده سبز ولسوالې کې نیول شويدي

په هرات کې پولیسو دوه تنه له انسان تښتوونکو آزاد کړل
پولیس وایي اختطاف شوی کس د انجیل ولسوالۍ په چهارباغ فیروزه سیمه کې په یوه کور کې ساتل کیده چې د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې را خوشي شو.

یو پخوانی قوماندان ( عبدالستارغوربندی) په کابل کې ووژل شو
. د سیمې اوسیدونکي وايي عبدالستارغوربندی چې په آمر ستار مشهور و له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د سیمې وسیدونکي دا عملیات په هغه کور شوي چې دا قوماندان پکې له څو نورو کسانو سره میلمه و.

په لوګرکې د زده کوونکو د جنسي ځورونې د ادعاوو په اړه څیړنې لاهم نه دي بشپړې شوې
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي د لویې څارنوالۍ اسناد دا نه ثابتوي چې د جنسي ځورونې عامل ښوونکي دي. هغه وايي داسې کوم سند نشته چې وښيي جنسي ځورونه د ښوونځي د ښوونکو له خوا تایید کړي.

وسله والو غلو په کابل ښار کې یوبل ځوان وواژه
په تېرو دریو ورځو کې دوه کسان د اوومې ناحیې، دوه کسان د دریمې ناحیې او یو بل کس د اتلسمې ناحیې اړوندو سیمو کې وژل شوي چې انګېزه یې وسله والې غلاوې بلل شوي دي.

په کابل کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو وژغورل شو
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي دا ماشوم محمد قاسم نومیږي چې د حاجي عبدالستار زوی دی او څه موده وړاندې د کابل ښار د اومې حوزې د جنګلک له سیمې تښتول شوی و.

يوه ۱۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار له خوا وژل شوې ده
د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي ویلي، چې تېره نیمه شپه د دې ولایت د مرکز ایبک په چرمګرۍ کلي کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چی خالده نومیده د خپل پلار د ښکاري توپک پر ډزو وژل شوې ده.

ننګرهار کې د يوې نجلۍ د تښتونې په تور درې تنه نیول شوي دي
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي،پولیسو د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د تښتوونې په تور درې تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.