د داعشیانو ۱۳۰ ښځې او ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د داعشیانو ۱۳۰ ښځې او ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د ننګرهار د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رییس وايی دا ښځې او ماشومان د کوزې پښتونخوا د قومي مخورو په منځګړیتوب د هغوی خپلوانو او د کورنیو غړو ته سپارل شوي او که بل ځل ونیول شول نو رحم به پرې ونه شي. هغه له دغو کورنیو وغوښتل چې د خپلې سیمې خلک په افغانستان کې د افغانانو پروړاندې له جګړې منعه کړي.

د ننګرهار په مومندره او دوربابا کې پوځي عملیات پيل شول

د ننګرهار په مومندره او دوربابا کې پوځي عملیات پيل شول

والي وايي دا عملیات د ملي اردو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې ترسره کیږي چې په بشپړیدو سره به په پاکو شویو سیمو کې د سرحدي ځواکونو څلور نورې دایمي پوستې هم جوړې شي.

سور صلیب: داعش د افغانستان په شمال کې د ځینو ډلو ملاتړ خپل کړی

سور صلیب: داعش د افغانستان په شمال کې د ځینو ډلو ملاتړ خپل کړی

د ښاغلي سټیلهرت په وینا، دوی دغه راز ویني چې د پخوا خلاف اوس شخړې ترډېره ښاري سیمو ته غځیدلې، ځان وژونکې او تنظیم شوې حملې له یوې خوا او له بلې خوا هوایي بریدونه زیات شوي چې په نتیجه کې یې ترډېره عام خلک وژل کیږي.

وکیلان: د (بمونو مور) د اچین اوبه زهري کړې

وکیلان: د (بمونو مور) د اچین اوبه زهري کړې

په ولسي جرګه کې د ننګرهارد خلکو استازی عبدالروف شپون وايي د اچین ولسوالۍ خلک د بمونو د مور په استعمال سره په ډول ډول ناروغیو اخته شوي، او هغه ماشومان چې نوي پیدا کیږي، معلول او معیوب وي. هغه ټینګارکوي چې د اچین ولسوالۍ د خلکو د اوبو کانال په کیمیاوي توکو ککړ شوی او که انسانان او حیوانات ترې ګټه واخلي، مري.

په بدخشان کې بهرني وسله وال لا هم  فعالیت کوي

په بدخشان کې بهرني وسله وال لا هم فعالیت کوي

د بدخشان والي وايي د وسله والو طالبانو د بشپړې تصفیي په موخه هوایی ملاتړاو ځانګړو ځواکونو ته اړتیا ده او مرکزي حکومت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي. هغه وايی د وسله والو طالبانو ټول تجهیزات له منځه تللي، خود بهرنیو وسله والو شتون یوه اندیښنه ده.

د بګرام په برید کې پنځوس تنه ټپیان شوي

د بګرام په برید کې پنځوس تنه ټپیان شوي

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنیو ته وويل چې د موټرو په وسيله دا بريدونه نن سهار په شاوخوا پنځه نيمو بجو شوي وو.هغه وايی چې بريد ګر د بګرام پوځي اډې له دېوال سره خپل موټر جنګولي، سترې چاودنې يې کړې او بيا يو شمېر وسله وال دننه ننوتلي دي.

ننګرهار کې د ځانمرګي برید په تور دوه تنه نیول شوي

ننګرهار کې د ځانمرګي برید په تور دوه تنه نیول شوي

د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل وايي دغو کسانو سره یو موټر هم نیول شوی چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو.نیول شویو کسانو هم په دې اعتراف کړی چې غوښتل یې په یوه مناسب وخت کې په جلال آباد ښار کې برید وکړي.

ولسمشر: د ناکامورا فعالیتونه د هیریدلو نه دي.

ولسمشر: د ناکامورا فعالیتونه د هیریدلو نه دي.

ولسمشر پر دې په ټینګار کړی چې د افغانستان دښمنان د دغه ډول جنایتونو، ترور او وحشت له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د هیوادوالو او بین المللي شریکانو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی،