شپږ نوي لوبغاړو په اتو لوبډلو کې د لومړي ځل لپاره د واورې پر مخ د رګبي حساسې سیالۍ تر سره کړې. د دې سیالیو موخه له هېواده بهر د واورې پر مخ رګبي سیالیو ته د افغانستان لار موندنه بلل شوې ده.
Archive for tag: سپورت

د متحده عربي اماراتو د کرکت روزنیز کمپ لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله وټاکل شوه
د متحده عربي اماراتو د دغه روزنیز کمپ په نوملړ کې اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب تره کی، نجات مسعود، فرید ملک، درویش رسولي، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، یمین احمدزی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شاپور ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او سلیم ساپی شامل دي

كركت بورد ته په ننګرهار كې پنځه ويشت جريبه ځمكه وركړل شوه
د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوريزو نړيوال جام په لومړي پړاو کې ټولې لوبې وګټلې او د لسو غوره ټيمونو سره په دويم پړاو کې يې له وېسټ اڼډيز څخه لوبه وګټله. ملي لوبډلې د انګلينډ، سريلانکا او سوېلي افريقا پر وړاندې خپلې لوبې په کم توپير وبايللې؛ خو په نړيواله کچه يې د لوبو ستاينه وشوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د ځوانانو د ستونزو د حل تګلاره یې جوړه کړې
کمال سادات وایي له څو نړیوالو بنسټونو سره یې په هیواد کې د ننه د افغان ځوانانو لپاره د کاري زمینو د پیداکولو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

افغان لوبډلې هانګ كانګ ته هم ماتې وركړه
افغان کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام غوراوي پړاو سیالیو دریمه لوبه هم په خپلې بريا پاى ته ورسوله. د اسیا جام غوراوي پړاو سیالۍ چې په بنګله دیش کې ترسره کیږي، په پایله کې به یې له څلور ګډون کونکو لوبډلو څخه یوه د آسیا جام سیالیو ته لارموندنه کوي.

افغان لوبډلې عمان ته ماتې وركړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیایی جام په غوراوي سیالیو کې عمان کرکټ ملي لوبډلې ته د دریو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبې پچه عمان وګټله او د توپوهنې پریکړه یی وکړه چی په ټاکلو شل اورونو کې یی د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې زيمبابوې ته ماتې وركړه
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې بلنه یی سیالې لوبډلې ته ورکړه.زمبابوې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یی د ۲۷۰ منډو هدف وركړ.

كندهار كې د كركت لوبغالى جوړيږي
د کرکټ بورډ رييس نسیم الله دانش وايي د کندهار لوبغالی د كندهار ښار په عينو مېنه كې په څلويښت جريبه ځمكه د هندوستان په مرسته جوړيږي.

د بدني روزنې او سپورت نوی رییس وټاکل شو
همایون خیري د بدني روزنې او سپورت د رییس په توګه ټاکل شوی دی. د افغانستان د چارو ادارو د چارواکو د معلوماتو له مخې همایون خیري د افغانستان د ولسمشر په فرمان په دې دنده ګومارل شوی دی.
- 1
- 2