( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه د (AADA) په نوم یوې قراردادي انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).
Archive for tag: طالبان

د پکتیا له زندانه بندیان څنګه تښتیدلي ؟
طالبان وايي: تښتیدلي کسان بسم الله، رازمحمد، اسماعیل، سعدالدین، عبدالحکیم، شیر بهادر او حضرت الله دي. د طالبانو اعلامیه وايي داکسان خوندي ځای ته رسیدلي دي.

حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو
ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو سلا مشورو ته توند غبرګون لري؛ وایي، د سولې خبرو لپاره د دولت طرحه اوربند دی او د ( تاوتریخوالي کموالی) پوځي او حقوقي مانا او عملي بڼه نه لري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې برخه کې د سپیناوي غوښتنه کوي.

کندهار کې دوه امريکان وژل شوي
د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، کندهار کې د ماین چاودنه کې د امریکا دوه سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

شاهين: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسليک نېټه وټاکل شي
ښاغلي فضلي ویلي:" ترکومه چې زه معلومات لرم حتی د امریکایانو له خوا څخه لاسلیک شوې موافقه طالبانو ته استول شوې او یوازې د طالبانو لاسلیک پاتې دی چې هغوی یوڅه ملاحظات پکې لري، خو امکان لري چې په راروانه اوونۍ کې دا موضوع حل شي .

عبدالله ګارد: په دښمن کې وېره خوره کړئ
د سمنګان د امنيې قوماندان وایی د پولیسو د ځانګړې قطعې عملیاتونو ښه پایله ورکړې او باید وهڅول شي. عبدالله ګارد وایی دښمن له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې او جګړې توان نه لري.

ایران د افغان سولې په تړاو د امریکا ادعاوې رد کړې
امینیان وايي:( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زرګونه کیلومتره لیرې راغلی او خبره یې کړې، زما په نظر د افغانستان چارواکي باید خبره وکړي، موږ په هیڅ مسله کې نه یوازې مداخله نه ده کړې، حتی د سولې په خبرو کې موخپل حضورهم په دې پورې تړلی چې باید د افغانستان د خلکو استازي په کې حضور ولري)

د امریکا او طالبانو خبرې بیا ټکنۍ شوې
یوه اوونۍ کیږي چې د طالبانو استازي د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته بېرته دوحې ته تللي او زلمی خلیلزاد هم په دې خاطر چې پوه شي په دې هکله د طالبانو پرېکړه څه ډول ده، قطر کې دی؛ خو ویل کیږي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي د کمېدو په څرنګوالي یوه خوله نه دي او له دې کبله خبرې په ټپه ولاړې دي.

په کابل کې ۷۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي
دا کسان د ترهګرۍ، وسله والې غلا، اختطاف او نشه یی توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.سرچینه وايي په نیول شویو کسانو کې پنځه طالب ماین خښوونکي هم شامل دی چې د کابل په ده سبز ولسوالې کې نیول شويدي