محلي مسوولین وايي نن سهار د جلال آباد ښار په اتمه ناحیه کې دوو موټرو ټکر کړی چې له امله یې یو تن مړشوی او څلور نورټپیان شوي دي.
Archive for tag: طبعي پېښې

اورښتونو په ټول هیواد کې شل تنه مړه کړي
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې تر پنځوس سانتي مترو پورې اورښت اټکل شوې اوپه سویلي، ختیځو، شمال او مرکزي سیمو کې به دا اورښتونه دوام ومومي.

کندهارکې د کورنړیدو یوه ښځه مړه کړه
د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايی دا میرمن لومړۍ ټپي وه چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. تېره ورځ هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د چت لوېدلو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي وو او ۱۴ نور ټپيان وو.

په هرات کې د چت لوېدلو شپږ تنه مړه کړي
جنرال امین الله امرخيل وایی دا پېښه د دغه ولایت انجیل ولسوالۍ په قادر آباد سیمه کې د ډیرې واورې اوریدو له امله شوې ده.
امرخیل وایی پولیس د خلکو په همکارۍ د مړو په را ایستلو بوخت دي.

کندهار کې د یوه کور چت د لویدو له امله شپږ تنه مړه شوي
پېښه نن غرمه د دې ولسوالۍ په حاجي وردک کلي کې په هغه کور کې رام شوې چې پکې د کوژدې مراسم روان وو. هغه وايی په دې پېښه کې ۶ کسان چې درې ښځې او درې ماشومان دي مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

سر له سبا هېواد ته يوه سړه څپه داخلیږي
د هوا پېژندنې اداره وايي د یکشنبې په ورځ په کابل، میدان وردک، غزنی، بامیان، زابل، پکتیا، پکتیکا، ارزگان، ډایکندي او د هرات په ځینو برخو د واورې اورښت اټکل شوی دی.

واورې د لسو ولسوالیو لارې تړلې
د طبیعي پيښو پروړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وایي په غزنې ، بامیان ، غور، دایکندي او زابل ولایتونو کې د لسو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

ترافیکي پيښې پنځه کسان ووژل
د راپور له مخې لومړی یو بس له بل مسافر وړونکي موټر سره ټکر کړی وروسته څو نور موټر هم پرلپسې پر سړک پرتو موټرو سره نښتي او له امله یې د مرګ ژوبله کچه لوړه شوې ده.

د پنجشیرد کلیوپراختیا رییس په ترافیکي پيښه کې ژوند له لاسه ورکړ
د پنجشیر د والي ویاند محمد منصورعنابی وايي د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس محمد نعیم دستګیر د کابل ـ پروان په لاره نن سهار له کابل څخه پنجشیر ته روان و چې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې یې موټر له سړکه چپه شو.

په شلو ولایتونو کې د اورښت اټکل شوی دی
د هوا پیژندنې اداره وايي اټکل شوی، چې په کندهار، هلمند، زابل، غزني، پکتی، ارزګان، دایکندي، کابل، پروان، پنجشیر، بغلان، ننګرهار، خوست، غور، وردګ، لوګر، بامیان، فراه ، هرات ولایتونو او د فاریاب په یو شمېر سیمو کې واوره او باران وشي.