په کندز کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته مالیه نه ورکوي.

په کندز کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته مالیه نه ورکوي.

د شیرخان بندر د نفتي توکو رییس سید عبیدالله سادات وايي په کندز ښار کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته قانوني مالیه نه ورکوي. هغه وايي څو ځلې یې په دې موخه امنیې قوماندانۍ ته مکتوبونه لیږلي، خو تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

په لوګرکې د زده کوونکو د جنسي ځورونې د ادعاوو په اړه څیړنې لاهم نه دي بشپړې شوې

په لوګرکې د زده کوونکو د جنسي ځورونې د ادعاوو په اړه څیړنې لاهم نه دي بشپړې شوې

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي د لویې څارنوالۍ اسناد دا نه ثابتوي چې د جنسي ځورونې عامل ښوونکي دي. هغه وايي داسې کوم سند نشته چې وښيي جنسي ځورونه د ښوونځي د ښوونکو له خوا تایید کړي.

د روڼتیا بنسټ: د عوایدو په ټولولو کې روڼتیا نشته

د روڼتیا بنسټ: د عوایدو په ټولولو کې روڼتیا نشته

د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي چې د عوایدو د راټولولو او مصرف په رپوټونو کې بشپړ شفافیت نشته. د دغه بنسټ څیړونکی ناصر تیموري وايي د مالیې وزارت غواړي شمیرې لوړې وښيي، خو روڼتیا په کې نه تر سترګو کیږي.

ایټالیا له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې ته دوام ورکوي

ایټالیا له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې ته دوام ورکوي

په افغانستان کې د ایټالیا سفیر رابرت کنتوني له افغان ځواکونو او دولت څخه د خپل هیواد د ملاتړ په دوام ټینګار کوي. نوموړي وايي: (د ایټالیا دولت تصمیم لري چې په امنیتي او پرمختیایی برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو ، خلکو او حکومت ملاتړ وکړي.)

بلخ کې محکمې دوه تنه په ۲۵ کاله بند محکوم کړل

بلخ کې محکمې دوه تنه په ۲۵ کاله بند محکوم کړل

تاج بی بی او نیک محمد له ډیرو کلونو را په دیخوا جنسي اړیکي درلودې. تاج بی بی درې میاشتې مخکې د نیک محمد په همکارۍ خپل میړه دین محمد وژلی او مړی یې د کور په انګړکې یې خښ کړی و وروسته دواړه بدخشان ته تښتیدلي وو.

هرات کې یوتن د خپلې کورنۍ درې تنه وژلي

هرات کې یوتن د خپلې کورنۍ درې تنه وژلي

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايی د قتل عامل نیول شوی او دا کسان یې د چړې په وسیله وژلي دي. هغه وايی لومړنۍ څيړنې ښيي چې اقتصادي ستونزې او کورنۍ اختلاف د دې پيښې لامل شوی دی.

خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

ژغورل شوى شخص د خوست ښار د متون سيمې اوسيدونكى دى سيد امين نوميږي او وايي اته ورځې وړاندې د خوست ښار څخه څو تنو سړي تښتونکو سره د کار په موخه تللی و، خو سيمې ته په رسيدو يې په يو کور کې بندي کړی و.