حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې.
Archive for tag: قانون

ولسمشر: غیر مسول وسله وال نور د زغملو نه دي
ولسمشر چې نن یې د جنرال عبدالرازق په پوځي اکاډمۍ کې د پولیسو د فراغت مراسمو ته وینا کوله وويل: ټول امنیتي ځواکونه نه شي کیدای چې په جګړه بوخت وي.

ولسي جرګې د سوداګرۍ وزارت بودیجه وځنډوله
د جرګې غړو د رایو په اکثریت پریکړه وکړه، چې له دې وروسته اجمل احمدي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په حیث په رسمیت نه پیژني.ولسي جرګې له تېرو دوه اونیو راپه دې خوا د اجمل احمدي د استجواب موضوع په اجنډا کې نیولې، خو نوموړی جرګې ته نه حاضریږي.

کابل کې اتیا زره غیر مسول وسله وال اوسي
خلک غواړي چې دا عملیات د جرمونو د مخنیوي سبب شي او دوامدار وي. کابل ښاریان دغه راز نیوکه کوي چې غله او نامسوول وسلوال تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته بډې ورکوي، او بېرته خوشې کیږي.

کابل ښاریانو د پولیسو هڅې ستایلې
د کابل ځینې اوسېدونکي وایی، که د پولیسو دا کار دوامداره وي، هیڅوک نه شي کولی جرم ته زړه ښه کړي.د خواله رسنیو یو شمیرکاروونکي د پولیسو دا کارستایي او له دوی غواړي چې باید لنډمهاله نه وي. دوی له مسوولینو غواړي چې نیول شوي کسان بیرته خوشي نه کړي او باید سزا وګالي.

د آمرستار د وژل کیدو پيښې څیړنه پيل شوه
آمر ستار څلور ورځې وړاندې په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې له خپل زوی، د خورزوی، کوربه او د هغه له زوی سره ووژل شو. هغه د غیرقانوني وسله والو په لرلو تورن و. په دغه پلاوي کې د ملي شورا څلورغړي، درې کسان د آمر ستار له خپلوانو او دوه پخواني ا منیتي چارواکي شامل دي.

ځینې وکیلان: په ملي بودجه کې انډول نشته
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې هیڅ ولایت له بل ولایت غوره نه دی، او په خبره یې باید ټولو ولایتونو ته مناسبه بودجه په پام کې ونیول شي.

په کابل کې د نجونو ځانګړی پوځي ښوونځی جوړیږي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د سیستیکا برخې مسوولین وايي د نجونو لېسې د جوړولو موخه په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو او نجونو د ګډون هڅول دي.

د صنعت وزارت د سرپرست تحصیلي اسناد تراوسه نه دي تایید شوي
د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وايي تراوسه دښاغلي اجمل احمدي تحصیلي اسناد د تایید لپاره دوي ته نه دي رسیدلي په داسې حال کې چې د نوموړي له سرپرستي څه باندې یوکال اوړي.

له یوه کال ځنډ وروسته په بلخ کې د ولسمشر حکم عملي شو
له یوه کال ځنډ وروسته د دوشنبه په ورځ خلیل الله حکمتي د بلخ د عامې روغتیا د رییس په توګه معرفي شو. هغه وايي د فساد پروړاندې به مبارزه وکړي او خلکو ته به غوره روغتیایی خدمتونه وړاندې کړي.