د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي په ۲۱ ولایتونو کې به د څه باندې ۵ زرو محلونو د رایو د بیا شمیرنې عملیاتي جدول په دوو ورځو کې د ټاکنوخپلواک کمېسیون ته ولیږدي چې په کابل کې به د ۱۶۹۹ محلونو رایې بیا وشمیرل شي.
Archive for tag: ټاكنې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په دایکندي کې د ثبت شویو ټاکنیزو شکایتونو له څېړلو وروسته وموندله چې د اتو معتبرو محلونو رایې چې ۳۵۸ رایي دي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو لخوا باطلې شوي دي.

دولت جوړونکې ډله: د دوه زره محلونو د رایو بیا شمیرنه د وخت ضایع کول دي
تر اوسه د کابل، خوست، او کندهار ولایتونو د شکایتونو په هکله پریکړې نه دي شوي. بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د رایوو ورکولو په ۲۹۲۸ محلونو کې رایې بیا وشمیرل شي. خو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکې ډلې د دې بهیر له پیلېدو سره مخالفت کړی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایی که رای شمیرنه پیل نه شي د ټاکنو پروسه به ځنډنۍ شي
ﺩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﺧﭙﻠﻮﺍﮎ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﺩ ﺩﺍﺭﺍﻧﺸﺎﺀ ﺭﺋﯿﺲ ﺣﺒﯿﺐ ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﻧﻨګ ﺑﯿﺎ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺍړﻩ وایی ، ﺩ ټﺎﮐﻨﯿﺰﻭ ﺷﮑﺎﯾﺘﻮﻧﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﺩﻭﯼ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺭاﯾﻮ ﺩ ﺑﯿﺎ ﺷﻤﯧﺮﻧﯥ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﻋﻤﻠﯿﺎﺗﻲ ﭘﻼﻥ ﻧﻪ ﺩﯼ ﺷﺮﯾﮏ ﮐړﯼ .

په دیارلسو ولایتونو کې د ۸۷۰ محلونو رایې بیا شمیرل کیږي
کمیسیون وايي :په لومړي پړاو کې ۴۴ محلونه په پروان، ۴۳ په لغمان، یو په پنجشېر، ۶ په بغلان، ۶۶ په غزني، ۶۲ په بدخشان ، ۷۰ په تخار، ۳۹ په کندز، ۴ په سرپل،۵۱ په غور، ۶۱ په زابل، ۵۹ په هرات او ۱۷۷ محلونه په نیمروز کې دي چې په ۱۳ ولایتونو کې د ۸۷۰ محلونو رایې بیا شمېرلو ته په نښه شوې.

د یو شمېر محلونو رایې ښايي پلټنې ته اړتیا پیداکړي
له ۵ تر ۵۰۰ محلونه به په ولایتونو کې تر بیا شمېرنې یا پلټنې لاندې راشي او دا لړۍ ښايي د راتلوونکې اونۍ د شنبې په ورځ پیل شي.

تر شپږو ورځو به د ټاکنیزو شکایتونو کارونه ۹۵ سلنه بشپړشي
د ټاکنیزو شکایتونوخپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون له مخې د راتلونکې اونۍ تر دوشنبې وخت لري چې په خپلو ولایتي دفترونو کې د ټولو شکایتونو څیړنه بشپړه کړې. دغه بنسټ اوس په ننګرهار، کاپيسا، بغلان، بامیان، غور، فاریاب، هلمند، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د شکایتونو په حقوقي تحلیل کارکوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون درې ورځې وخت لري چې د ولایتونو شکایتونه وڅيړي
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شکایتونو د مستند کولو بهیر بشپړ کړی اود شکایتونو څیړنه روانه ده ،خو د کابل، کندهار، پکتیا، او ننګرهار ولایتونو شکایتونه ښايي په خپل وخت ونه څيړل شي، چې د شکایتونو شمیر یې ډيردی.

د څلورو ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو څیړل بشپړشول
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ريیسه زهره بیان شینوارې وايي د جوزجان، بادغیس، پروان، او پنجشیر ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو څیړنې پای ته رسیدلې دي.

د انترنیت نشتوالي د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کارټکنی کړی
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د دارالانشا رييس چمن اعتمادي وايي چې په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو څیړنه روانه ده او په راتلونکې اوونۍ کې به د هغو ولایتونو د شکایتونو څيړنه پای ومومي چې د شکایتونو شمیر یې لږ دی.
- 1
- 2