د حکومت یو څارنوال اشتیاق خان د فرانسې خبري اژنس ته ویلي چې په هغې محکمې کې "د دعوې ثبتول، د محکمې جوړښت او د تحقیقاتي ډلې ګمارل ټول د قانون خلاف وو او د قانون خلاف اعلان شول. بلاخره محکمه او پریکړه- هرڅه- ختم شول .
Archive for tag: پاکستان

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه پيل شوه
. پې ټې ایم له پاکستاني حکومته غواړي چې د پښتون وژنې مخنیوی وکړي، د ورکو شویو کسانو په اړه معلومات ورکړي او د پښتنو په سیمو کې بشري حقونه په بشپړه توګه خوندي کړي.

د هند پوځ مشر: هند حق لري د ترهګرو د ملاتړ له امله په پاکستان بريد وکړي
د هندي پوځ دې تازه ټاکل شوي مشر دغه راز ویلي، هند له وړاندې لا دا حق درلود چې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله برید وکړي.

پاکستان ناروغانو ته وېزې آسانه کړې
د پاکستان سفارت ويلي چې ناروغان دې پخپله د ويزې لپاره نه راځي، بلکې د هغوى کورنۍ دې له اسنادو سره مراجعه کوي.

هندوستان ټایمز: پاکستاني جنرالان ولې د ترهګرۍ په تور نه وژل کېږي؟
هندوستان ټایمز پوښتنه کوي، چې د سپټمبر یوولسمې پېښې سره خو د ډېری پاکستاني جنرالانو اړیکې هم ثابتې شوې دي، نو امریکا یې ولې پر وړاندې چوپ ده او نه یې په نښه کوي؟

پروېز مشرف په اعدام محکوم شو
د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې د مسلم لیګ نواز ګوند تر بریا وروسته له قانون د سرغړونې په تور د مشرف پر ضد محکمه کې دوسیه ثبت شوې وه.

د کوزې پښتونخوا یو نومیالی شاعر ووژل شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې اړه غبرګون ښودلی او وايي: ( تر څو چې د پښتونخواه په خاوره امن نه وي راغلی تر هغه به دا غمونه وي او د ریاست له خوا انصاف خو هسې هم دا پښتنو لپاره نشته )

ناکامورا د کونړ له سینده د بل کانال د جوړلو پلان درلود
جاپاني ناکامورا په طب کې زده کړې کړې وې او د افغانستان د جهاد په کلونو کې یې له پيښور څخه له افغان کډوالو سره مرستې پيل کړې. هغه وروسته ننګرهار ته راغی او هلته یې لومړی د روغتیا او وروسته نورو برخو کار ته دوام ورکړ.

هند له امريكابې پيلوټه جاسوسي الوتكې پيري
هند له چين او پاكستان سره د اوږدو پولو او هند سمندرګي د څارنې په موخه دا كار كوي. دغه هيواد تردې وړاندې د جامو او كشمير د غرنيو سيمو د څارنې په موخه دا ډول الوتكې له اسراييلو پيرلې وې. ويل كېږي امريكا هم په سيمه كې د چين د پرمختګ پر وړاندې هند ته ارزښت وركوي او دغه هيواد له ا مريكا غوښتي چې په پرمخ تللې تكنالوژى سمبالې بې پيلوټه الوتكې وركړي.

بلوچستان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي
د بلوچستان حكومت وياند انوارالحق وايي له دغو كسانو څخه په ډيره كچه وسله هم ترلاسه شوې ده .