په کندهار کې د اوبو رسولو اداره وايي د دې شبکو په بشپړیدو به خلکو ته په منظم ډول د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. په کندهار کې تر دې وړاندې هم د اوبو زیرمې جوړې شوې وې، خو د ښاریان وايي منظمې نه راتلې او بیه یې هم لوړه وه.
Archive for tag: پرمختګ

کابل ښاریانو د پولیسو هڅې ستایلې
د کابل ځینې اوسېدونکي وایی، که د پولیسو دا کار دوامداره وي، هیڅوک نه شي کولی جرم ته زړه ښه کړي.د خواله رسنیو یو شمیرکاروونکي د پولیسو دا کارستایي او له دوی غواړي چې باید لنډمهاله نه وي. دوی له مسوولینو غواړي چې نیول شوي کسان بیرته خوشي نه کړي او باید سزا وګالي.

ځینې وکیلان: په ملي بودجه کې انډول نشته
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې هیڅ ولایت له بل ولایت غوره نه دی، او په خبره یې باید ټولو ولایتونو ته مناسبه بودجه په پام کې ونیول شي.

د انرژۍ وزارت: د کمال خان بند به حتمي بشپړییږي
د کمال خان بند شپاړس متره لوړوالی لري او ۵۲ میلیون متره مکعب اوبو د زیرمې ظرفیت لري. د نیمروز امینتي مسوولین وايي د دې بند د جوړولو چارې روانې دي او ورته امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي.

د صنعت وزارت د سرپرست تحصیلي اسناد تراوسه نه دي تایید شوي
د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وايي تراوسه دښاغلي اجمل احمدي تحصیلي اسناد د تایید لپاره دوي ته نه دي رسیدلي په داسې حال کې چې د نوموړي له سرپرستي څه باندې یوکال اوړي.

په لغمان کې د ناکامورا پارک د جوړولو چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وايي د مهترلام بابا دښتې په تفصیلي پلان کې یې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په شل جریبه ځمکه کې د ډاکټر تېتسو ناکا مورا په نوم د یوه پارک د جوړیدو چارې پیل کړې.

په زابل کې د روغتیا په برخه کې دوې پروژې بشپړې شوې
د زابل والي رحمت الله یارمل وايي لوموړۍ پروژه یې دکلات دسل بستریز روغتون انتظارخونه ده او دوهمه یې دنسایې ولادي څانګي ترمیم او بیا رغونه ده چې دتیرو شپږو میاشتو راهیسي ورباندې کار دوام درلود. یارمل وايي پردواړو پروژو شاه وخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلي چې دولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوی دی.

جګړنه زهراګل، غواړي د لوا قوماندانه شي
زهراګل په هند کې د ۸۰ افغان او هندي ګډونوالو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ.زهراګل د ښو خدمتونو له امله د میړانې مډال هم ترلاسه کړی دی. میرمن زهراګل وايي د ښځینه سرتیرو پروړاندې ستونزې ډيرې دي او دوی غواړي د امنیتي ستونزو له امله خپل هویت پټ وساتي.