سیګار: له نیمایی ډېرافغانان په ورځ کې له یوه ډالر لږ عاید لري

سیګار: له نیمایی ډېرافغانان په ورځ کې له یوه ډالر لږ عاید لري

سیګر وايي : د افغانستان بې وزله خلک په منځنې توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي. څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي.

بغلان کې د ډبروسکرو کارګرانو اعتراض کړی

بغلان کې د ډبروسکرو کارګرانو اعتراض کړی

دا کسان چې د دغه ولایت د ډبرو سکرو د تصدۍ ریاست دروازه یې تړلې وايي له هغه وروسته چې د پلخمري د سمنتو فابریکې له خصوصي سکتورڅخه د ولسمشرۍ د ملي پرمختیا عملیاتي څانګې ته سپارل شوې د ډبرو سکرو کان هم د کانونو په وزارت پورې تړل شوی دی.

د پلاستیکي کڅوړو کارول د چاپیریال د ککړتیا لامل دي

د پلاستیکي کڅوړو کارول د چاپیریال د ککړتیا لامل دي

د چاپیریال ساتنې کارپوهان د چاپیریال د ککړتیا لامل د ځنګلونو له منځه وړل او له پلاستیکي کڅوړو استفاده ګڼي. دوی وايي د هوا ککړتیا نه یوازې د انسان بلکې د ټولو ژوندیو موجوداتو په ژوند ناوړه اغیزه کوي.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست استعفا وکړه

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست استعفا وکړه

په دې اړه په خواله رسنیو کې یو مکتوب کې راغلی چې ولسمشر غني ښاغلي خلمي ته ویلي ډیر ځله مو رخصتي اخستې او د یوې میاشتې نورې رخصتۍ له کبله به یې کارونه خراب پاتې وي: (د کارونو د خرابیدو د مخنیوي لپاره به ښه دا وي چې استعفی وکړئ.)

د متحده عربي اماراتو د کرکت روزنیز کمپ لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله وټاکل شوه

د متحده عربي اماراتو د کرکت روزنیز کمپ لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله وټاکل شوه

د متحده عربي اماراتو د دغه روزنیز کمپ په نوملړ کې اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب تره کی، نجات مسعود، فرید ملک، درویش رسولي، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، یمین احمدزی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شاپور ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او سلیم ساپی شامل دي

حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي عملي کړنلاره نه لري

حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي عملي کړنلاره نه لري

د ولسي جرګې یوشمیر غړي وايي که د ژمي له راسیدو مخکي د هواد ککړتیا د مخنیوی لپاره جدي تدابیر ر په پام کې ونیول شي وضعیت دې حالت ته نه رسیږي. دوی وايي: د کابل ښار میلیونونه اوسیدونکي د ککړي هوا له خطر سره مخ دي ،خو حکومت په دي اړه عملی کړنلاره نه لري.

په کابل کې هغه کارخانې وتړل شوې چې د لوګي د تولید لامل وې

په کابل کې هغه کارخانې وتړل شوې چې د لوګي د تولید لامل وې

د هوا د ککړتیا د مخنیوي پروړاندې د مبارزې په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ساختماني توکو یو شمېر کارخانې او د خښتو د پخولو بټۍ وتړلې. دغه کارخانو له ټیټ کیفیته سون توکو استفاده کوله.

په هرات کې یخنۍ پنځه معتادان مړه کړي

په هرات کې یخنۍ پنځه معتادان مړه کړي

دهرات امبولانس مسول ابراهیم محمد وايي ډير معتادان په کنډوالو او خځلو کې ژوند کوي چې تودې جامې او د اوسیدو مناسب ځای نه لري. دوی خبرداری ورکوي چې د ژمي تر پایه به د معتادانو د مړینې کچه لوړه شي.