د بلوچستان چارواکو په څو پېښو کې د مرګ ژوبلې اوښتل مني او وايي د طبعي پېښو له امله په ژوب کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹، په پشین کې ۳، په قلعه عبدالله کې ۶ او په کوټه کې ۱ تن مړ شوی دی.
نړیوال خبرونه
د نړۍ له مهمو پېښو خبر شئ
-
سیګار: له نیمایی ډېرافغانان په ورځ کې له یوه ډالر لږ عاید لريسیګر وايي : د افغانستان بې وزله خلک په منځنې توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي. څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي.
-
طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه د (AADA) په نوم یوې قراردادي انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).
-
ولسمشر: که په کابل کې اړتیا پیدا شوه، ځانګړو قطعاتو ته د عملیاتو امر کومحکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې.
-
په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوريد زابل د ولایتي شورا ریيس عطاجان حق بیان هم د خلکو ستونزي او د لويې لاري د بندیدل مني. هغه وايي د زابل محلي اداره د لارې د خلاصون هڅه کوي، خو د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي چې د دې لاري د خلاصون په اړه يې څو ځله اړوند مسؤلینو ته ویلي خو هیچا يې مرسته نده کړې .
نړیوال خبرونه

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري
د راپورونو له مخې د ایران په پلازمینه تهران کې د شریف ټکنالوژۍ او د امیرکبیر په پوهنتونونو کې نن اعتراضونه پیل شول او ګډونوالو یې د ایراني مشرانو ضد شعارونه ورکول.

هندي سرتیری په واورو کې پاکستان ته ښويېدلی
دغه هندي سرتیری چې راجندرا سینګ نیګي نومیږي د جنورۍ په اتمه نیټه د جمو او کشمیر ګلمرګ سیمه کې د دندې پرمهال له دې پيښې سره مخ شوی دی.

په پاکستان کې یوې محکمې د پرویز مشرف د اعدام حکم لغوه کړ
د حکومت یو څارنوال اشتیاق خان د فرانسې خبري اژنس ته ویلي چې په هغې محکمې کې "د دعوې ثبتول، د محکمې جوړښت او د تحقیقاتي ډلې ګمارل ټول د قانون خلاف وو او د قانون خلاف اعلان شول. بلاخره محکمه او پریکړه- هرڅه- ختم شول .

درېیو اروپايي هیوادونو له ایران غوښتي چې اټومي تړون ته ژمن پاتي شي
د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د المان او بریټانیا لومړیو وزیرانو ایران ته خبرداری ورکړی چې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې په ویانا کې له ځواکمنو هېوادونو سره کړی و.

ټرمپ:ایران به هیڅکله رانه اټومي وسلې جوړې نه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي تازه یې د ملي امنیت سلاکار مشوره ورکړې چې ایران باید د فشارونو له لارې خبرو ته حاضر کړي. دده په خبره له هرې ممکنې لارې استفاده کوي څو ایران دې ته تیار کړي چې له اټومي وسلې له لرلو وسلو لاس واخلي او له امریکا سره خبرو ته حاضر شي.

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه پيل شوه
. پې ټې ایم له پاکستاني حکومته غواړي چې د پښتون وژنې مخنیوی وکړي، د ورکو شویو کسانو په اړه معلومات ورکړي او د پښتنو په سیمو کې بشري حقونه په بشپړه توګه خوندي کړي.

زینب سلیماني ته د مهنازافشار پيغام
مهناز په انستاګرام کې په خپله پاڼه د قاسم سلیماني د لور عکس هم خپورکړی او وايي خورې، زینب سلیماني ته هم د همدې خاورې لور یې، هغه سخت غچ چې د خپل پلار د وینو له پاره دې غوښتی ترهمدې ځایه په خپلو هیوادوالو بی پایه داغ تحمیل کړی دی.

ټرمپ وايی د ایرانیانو له لاریونونو او ازادۍ ملاتړ کوي
ټرمپ وايي چې امریکا د نوو لاریونونو ملاتړ کوي. دده په خبره ایراني وګړي د آیت الله خامنه یي د رژیم له امله تر سختو فشارونو لاندې دي نو ددوی حق دی چې خپله ازادي وګټي او په دې کې به امریکا ورسره وي.

بریتانیا: ایران یې سفیر څوساعته برمته کړی و
ﺩ ﺑﺮﺗﺎﻧﯿﺎ ﺩ ﺑﻬﺮﻧﯿﻮ ﭼﺎﺭﻭ ﻭﺯﺍﺭﺕ ﭘﻪ ﺧﺒﺮﭘﺎڼﻪ ﮐﯥ ﺭﺍﻏﻠﻲ " : ﭘﻪ ﺗﻬﺮﺍﻥ ﮐﯥ ﻟﻪ ﮐﻮﻣﯥ ﺗﻮﺟﯿﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺯﻣﻮږ ﺩ ﺳﻔﯿﺮ ﻧﯿﻮﻝ ﮐﯧﺪﻝ ﻫﯧڅ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﺍﺳﺎﺱ ﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻧړﯾﻮﺍﻟﻮ ﻗﻮﺍﻧﯿﻨﻮ ښﮑﺎﺭﻩ ﺳﺮﻏړﻭﻧﻪ ﺩﻩ ."

د هند پوځ مشر: هند حق لري د ترهګرو د ملاتړ له امله په پاکستان بريد وکړي
د هندي پوځ دې تازه ټاکل شوي مشر دغه راز ویلي، هند له وړاندې لا دا حق درلود چې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله برید وکړي.

د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۲ کډوال مړه شوي
په یاده کښتۍ کې شاوخوا پنځوس کډوال سپاره وو او له ایټالیا څخه د دې هېواد اوبو ته له ننوتو سره سم ډوبه شوې ده. د راپور له مخې، ژغورونکي ډلې یادې سیمې ته رسېدلې دي او د ژغورنې په عملیاتو کې یې تر اوسه تر شلو ډېر کسان ژغورلي دي.