آسیه بي بي پاکستان نشي پریښودلای

آسیه بي بي پاکستان نشي پریښودلای

 

راپورونه وايي هغه عیسوي ښځه چې پیغمبر ص ته یې سپکاوی کړی و له اسلام اباد کراچۍ ته لیږدول شوې ده.

سرچینو ویلي دا کار په مخفي توګه شوی او په کراچۍ کې یې نوې موقعیت نامالومه دی.

اسیه بي بي تر اوسه د روانو لاریونونو له امله نه ده توانیدلې چې له پاکستان و وځي.

د ۲۰۰۹ کال راهیسې پر آسیه محکمه روانه ده چې څو ځل په اعدام محکومه شوې خو تر دې دمه ورته سزا نه ده ورکړل شوې.

اخوا لویدیځو هیوادونو هم ډيره هڅه وکړه چې اسیه له پاکستان وباسي خو وس یې و نه رسیده.

د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د اسلامپالو ډلو لاریونونه لا هم دوام لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.