اردوغان او ټرمپ له سوریې سره پر ګډه پوله د عملیاتو هوکړه وکړه

اردوغان او ټرمپ له سوریې سره پر ګډه پوله د عملیاتو هوکړه وکړه

 

د ترکیې ولسمشر وايي امریکا ورسره مرسته کوي چې د پولې پر سر خوندي ځایونه جوړ کړي.

ترکیه او سوریه له ۳۰ کیلومترو زیات سرحد لري چې امریکا یې پر سر د خوندي ځایونو جوړلو مسوولیت واخیست.

د ترکیې ولسمشر وايي له ټرمپ سره یې د سوریايي کردانو پر سر تلیفوني خبرې کړې دي.

رجب طیب اردوغان وايي د ډونالډ ټرمپ ټویيټ یې لیدلی و او اړ شوی و چې ددې قضیې وضاحت وکړي.

((زه او زما ملګرو په ناڅاپي ډول له ټویټر لارې د ټرمپ ټویيټ لیدلی وو، موږ په بیړنۍ توګه ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او دا موضوع مو ورسره په ټلیفون حل کړه. زموږ خبرې ډیرې مثبتې وې.))

اردوغان وايي له کردانو سره یې شاوخوا ۳۰ کیلومتره سرحد دی چې خوندي ځایونه پکې جوړول غواړي او په دې تړاو یې هم له ټرمپ سره خبرې کړې دي.

ترکیه وايي ددې په تړاو یې د اوباما له حکومت سره هم بحثونه کړي وو.

((د خوندي ځایونو په تړاو یې درته ووایم، د ترکیې او سوریې ترمنځ له ۳۰ کیلومترو زیات سرحد دی او امریکا هوکړه کړې چې هغوی یې جوړوي. دا خبره موږ د اوباما له حکومت سره هم کړې وې.))

اردوغان زیاته کړه چې له ټرمپ سره یې د ډیرو نورو تاریخي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

ترکیه د سوریې پر پوله پراته کردان د خپل هیواد لپاره ګواښ بولي او پر وړاندې یې جګړه د خپل هیواد د امنیت ساتنې په موخه ګڼي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.