اردوغان: هیله لرم د انقرې ـ واشنګټن اړیکې بېرته عادي شي

اردوغان: هیله لرم د انقرې ـ واشنګټن اړیکې بېرته عادي شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هیله مند دی چې امریکا د انقرې پر وړاندې له خپلو ګواښونو تېر او اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

 

اردوغان خبر ورکړی چې چمتو دی تر څو په دې اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

 

امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه دې دفاعي راکیټونه نه پيري

 

ټاکل شوې ده چې نږدې راتلونکي کې د ترکیې ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره وګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.