اسراييلو د اردن د یوې وزیرې پر ضد لاریون وکړ

اسراييلو د اردن د یوې وزیرې پر ضد لاریون وکړ

اسراييلو د اردن د یوې وزیرې پر ضد لاریون وکړ

دا لاریونونه وروسته له هغې وشول چې د اردن د کابینې یوې وزیرې د اسراييلو بیرغ تر پښو لاندې کړ.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې د اردن د اطلاعاتو وزیرې جومانا غنیمت یوې ودانۍ ته له ننوتلو سره د اسراييلو بیرغ تر پښو لاندې کړی دی.

ویل کیږي چې ددې ودانۍ خاوندان له اوږدې مودې راهیسې د اسراييلو ضد دي او دا بیرغ یې د دروازې مخ ته د همدې لپاره هوار کړی دی.

اسراييلو د اردن له سفیر هم غوښتي چې د دې موضوع پوښتنه وکړي.

اخوا د اردن د کابینې دغې وزیرې تر اوسه د اسراييلو د دې غبرګون په تړاو څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.