اسراييل: د ایران د ګواښونو له امله پر دغه هېواد بریدونه کوو

اسراييل: د ایران د ګواښونو له امله پر دغه هېواد بریدونه کوو

 

د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي سوریه کې یې د ایران پر پوځي اډو ځکه بریدونه کړي چې هغوی د اسراييلو پر خاوره بریدونه کړي وو.

نتنیاهو وايي که اسراييلو ته ګواښ پیښیږي سوري حکومتي ځواکونه هم نښه ګرځولی شي.

اسراييل د ايران پر پوځي اډو د لا زیاتو بریدونو ګواښ کوي.

د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغې د اضافي بریدونو خبرداری ورکړ چې د سوریې په دمشق کې یې پر ایراني پوځي اډو توغندیز بریدونه وکړل.

نتنیاهو ادعا لري چې د هغوی له بریدونو وړاندې یې ایراني ځواکونو پر خاوره بریدونه کړي وو.

((وړمه شپه د اسراييلو هوايي ځواکونو سوریه کې د ایران پر پوځي اډو زورور بریدونه وکړل، دغه پوځي اډې مو ځکه نښه کړې چې  هغوی زموږ پر خاوره بریدونه کړي وو، موږ ته دا د منلو وړ نه ده چې زموږ پر خاوره بریدونه وشي.))

بنیامین نتنیاهو د تهران د هغو ګواښونو غندنه هم وکړه چې له بریدونو وروسته یې ویلي و چې اسراييل به د نړۍ له نقشې ورک کړي او ویجاړ به یې کړي.

نتنیاهو وايي که سوري ځواکونه هم د اسراييلو خاورې ته زیان واوړي، دوی به سخت ځواب ورکړي.

((موږ د دواړو ایراني  او اسراييلي ځواکونو پر وړاندې عملیات کوو او هغوی چې د ایران ملاتړ کوي. موږ له هر هغه چا سره جګړه کوو چې  موږ ته یې ضرر را رسیږي.))

اسراييلو تر دې وړاندې هم څو ځل  ‎پر سوریايي خاوره هوايي بریدونه کړي چې ځینې یې موخې ته رسیدلي او ځینې یې په هوا کې شنډ شوي دي.

د سوريې حکومت او ایران سربیره روسیې هم ملګروملتونو ته له دغو بریدونو شکایت کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.