اسرايیلو یو ځل بیا د سوریې پر پلازمینه دمشق توغندي توغولي دي

اسرايیلو یو ځل بیا د سوریې پر پلازمینه دمشق توغندي توغولي دي

اسرايیلو یو ځل بیا د سوریې پر پلازمینه دمشق توغندي توغولي دي.

د سوریې د هوايي ځواک دفاعي برخه وايي د دغو توغندیو ډیره برخه یې په هوا کې شنډ کړې دي.

د سنا خبري اژانس د راپورونو له مخې دغه توغندي  د پلازمینې دمشق پر هوايي ډګر ویشتل شوي دي.

د رسنیو له لارې په خپرو شویو ويډیوګانو کې لیدل کیږي چې سوري دفاعي ځواکونه دا توغندي په هوا کې شنډوي.

سوریې تر دې وړاندې هم څو ځل له اسراييلو شکایت کړی چې پر خاوره یې هوايي بریدونه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.