اسرایيلو یو ځل بیا د ایران پر پوځي هډو بریدونه کړي دي

اسرایيلو یو ځل بیا د ایران پر پوځي هډو بریدونه کړي دي

اسراييلي ځواکونه وايي سوریه کې یې د قدس په نوم د ایراني ځواکونو پر اډه توغنديز بریدونه وکړل.

اخوا سوري ځواکونو ویلي دغه اسراييلي توغندي یې په هوا کې له منځه وړي دي.

د دمشق اوسیدونکو ویلي؛ د شپې له خوا یې یو ساعت د زورورو چاودنو غږونه اوریدل.

د ایران په ملاتړ قدس ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې په سوریه کې فعالیت لري چې اسراييلو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

اسراييلي ځواکونه وايي سوریه کې د ایران د لاسوهنې له امله اسراييلو ته ګواښ پیښيږي او له همدې امله پر هغوی بریدونه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.