امریکا: ترکیه د ایف ۳۵ جنګي جېټ الوتکو له پروژې کاږو

امریکا: ترکیه د ایف ۳۵ جنګي جېټ الوتکو له پروژې کاږو

امریکا دا ګام له روسیې نه د ایس ۴۰۰ توغندیز دفاعي سیستم راوړلو په غبرګون کې کړی. انقره وايي د امریکا دا ګام قانوني بڼه نه لري.

 

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې الن لرد ویلي، په دې پروژه کې د ترکیې حضور ځنډول کېږي او د حذفولو بهیر یې هم په رسمي توګه پیلېږي.

 

په پام کې وه چې ترکیه به ۱۰۰ ایف ۳۵ جنګي الوتکې اخلي. ددغو الوتکو درې نور اصلي مشتریان جاپان، استرالیا او برتانیا دي.

 

تمه وه چې ددغې معاملې لومړنۍ الوتکه به د روان کال تر پایه ترکیې ته سپارل کېږي.

 

همدارنګه لسو ترکي شرکتونو به د ایف ۳۵ بېلابېلو نهو سوو پرزو لپاره کار کاوه چې د قرارداد کچه یې شاوخوا ۹ میلیارد ډالرو ته رسېده.

 

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې له خپلې پرېکړې په شا شي ځکه چې په وینا یې دا یوه “تېروتنه” ده،‌ دا چې امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي، د امریکا دا ګام به د دواړو هېوادونو په زیان تمام شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.