امریکا: د اټومي انرژۍ اداره دې د ایران په اړه ځانگړې غونډه جوړه کړي

امریکا: د اټومي انرژۍ اداره دې د ایران په اړه ځانگړې غونډه جوړه کړي

امریکا د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتي چې د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله یوه ځانگړې غونډه جوړه کړي. دغه غوښتنه د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د امریکا نماینده گۍ مطرح کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې که د بندیزونو د لرې کولو لپاره زیاتې مرستې ونشي، هیواد به یې په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو کار پیل کړي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تمه ده د ایران په اړه به ځانگړې غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ وشي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې وروستیو کې ویلي، چې ایران د غني شویو یورانیمو زیرمه په اټومي تړون کې د ذکر شوې کچې څخه لوړه کړې ده. ایراني چارواکو هم اعلان کړی دی چې د غني شویو یورانیمو د زیرمو کچه له ٣٠٠ کیلوگرامو له کچې اوښتې چې دوی ته یې اجازه ورکړل شوې وه. له دې سره هممهاله د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې ډونالد ټرمپ اوسمهال د ایران د اټومي تړون د پروگرام پورې د اړوندو معافیتونو د لغوه کولو په ارزونه بوخت دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.