امریکا: روسیه دې خپل اټومي مزایل ړنګ کړي

امریکا: روسیه دې خپل اټومي مزایل ړنګ کړي

 

سپینه ماڼۍ وايي دا د منځني واټن ویشتونکي توغندي له تړون سرغړاوی دی.

واشنګټن وروسته له هغې د نویو کروز توغندیو د ړنګولو غوښتنه وکړه چې تیره اونۍ یې د اټومي تړون له غځولو هم انکار وکړ.

امریکا وايي د روسیې پر ژمنو ډاډه نه دی او د همدې پخاطر له هغوی د مزایلو د ړنګولو غوښتنه کوي.

روسیې دغه میزایل څو ورځې وړاندې ازمایښت کړل چې له ۵۰۰ تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پورې د سیمې په نښه کولو توان لري.

مسکو تر اوسه د امریکا له لوري د دغو تازه نیوکو په تړاو څه نه دي ویلي.

اخوا کرملین له امریکا غواړي چې د منځني واټن ویشتونکي توغندي هوکړې ته ژمن پاتې شي او د دغې تاریخي هوکړې له وتلو تیر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.