((امریکا له پاکستان سره هستوي تړون امضا کولو ته نه پرېږدو))

تدپوهد امریکا د کنګرې یو استازي ولسمشر اوباما ته په لېږلي لیک کې ویلي، له امریکا سره د پاکستان د دوه مخۍ له وجې له دغه ملک سره غیرنظامي هستوي تړون مه لاسلیک کوه!

تد پو وايي: د واشنګټن پروړاندې د اسلام اباد سیاست په تکراري ډول غولونکی دی، له دې کبله اوباما دې له نوازشريف سره له دې توافقه لاس واخلي.

تدپوه چې د امریکا کنګرې د تروریزم او وسلو د تولید د ممانعت فرعي کمېټې ریاست پرغاړه لري‌ وویل امریکا باید اصلاً‌ دهستوي مسایلو په برخه کې له پاکستان سره په خبرو اترو وخت ضایع نکړي. زموږ له پاکستان څخه شناخت باید واضح او د عمل پربنیاد وي.

تدپو وايي، پاکستان له ترهګرو څخه په ملاتړ سربیره په افغانستان کې ستونزې جوړوي په هستوي تعاملاتو کې له نورې نړۍ سره هم صادق نه و.

د کنګرې غړي وویل: موږ څو ځله ټینګار کړی چې امریکا دې له پاکستان سره خپلې نظامي مرستې بندې کړي، ځکه چې پاکستان د امریکا پیسې بیرته د امریکا د ګټو پرضد مصرفوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.