امریکا له پاکستان سره په پټه شخړه اوښتی دی

امریکا له پاکستان سره په پټه شخړه اوښتی دیزیاتره افغانان د سلفي سخت دریزه مذهب پر ځای سولیز مذهب ته اهمیت ورکوي. البته د سلفیزم د زیاتیدو په ترڅ کې افغانان د پاکستان له ترهګریزه ادارو په وېره کې دي. خو په وروستیو ورځو کې د امریکي لخوا پاکستان ته دا ګواښ چې نور باید په سیمه او افغانستان کې د ترهګري د ودې او ملاتړ څخه لاس واخلئ، حتما یو په زړه پورې دریځ دی.

د ۲۰۱۱ میلاندی کال د دسمبر په ۶ په کابل او مزار شریف کې د شعیه ګانو پر عاشورا بریدونو کې ۵۹ عادی وګړي شهیدان شول. البته دا یو حقیقت دی چې د عاشورا ورځ د افغانانو لپاره د یوالي ورځ ده او دواړه ډلې سنی او شعیه په ټول افغانستان کې پدې ورځ یو بل ته خیراتونه او خوراکونه ورکوي.

خو له دې برید وروسته د چهار شنبې په ورځ د امریکي لخوا په ډېر چټکۍ او سختوالي سره له پاکستانه وغوښتل شول چې هغه څوک چې د افغان شعیه وګړیو په وژلو کې لاس لري باید خپل انجام ته ورسیږي. همدا ډول د وخت ولسمشر حامد کرزي هم پاکستان د هېوادوالو په وژنه تورن کړ.

د یادونې ده چې دا ښکېلې ډلې نه یوازې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي بلکې په کرمه او پاړه چینار کې چې د پښتونخوا تر ټولو ښکلې شنې سیمې دي، خپل پټ کارونه ترسره کوي. د دې ټولو فعالیتونو په پایله کې د امریکا د دفاعي چارو ویاند جوهن کریبي تازه په تازه پاکستان ته ور یاده کړه، چې ژر تر ژره د لشکر طیبه پر وړاندې هغه وعده چې د دوی پر ضد د عملیاتو په حواله یې ورسره کړی وه، بایدعملي کړي.

د پاکستانۍ ورځپاڼي ډان د راپور له مخې نوموړی زیاتوی: موږ پوهیږو چې له تراوسه پورې د پاکستان په پولو کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه شته دي او دا هغه څه دي چې موږ یې وخت ناوخت پر وړاندې اعتراض کړی دی.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي، چې نواز شریف تازه له امریکا څخه را ګرځیدلی دی او بل لوري ته د امریکي لوړ پوړو چارواکو ویلي دي چې ولسمشر اوباما او نورو امریکايي مشرانو له پاکستانه جدی غوښتی، چې په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی او پاکستان باید د دې وضعیت د درک په موخه په خپلو سیمو کې ژر تر ژره عملیات ترسره کړي.

همدا شان په وروستیو کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې پاکستاني استخباراتو د لسګونو بریدونو مسؤلین د پنج شنبې په ورځ له دوبۍ څخه خپل هېواد ته انتقال کړي دي. افغان ټریبون زیاتوي چې د امریکي لخوا د لشکر طیبه پر وړاندې د پاکستان څخه د عملیاتو غوښتنه د سیمې سولې او قراري په ګټه تمامیدای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.