امریکا کې دویم وسله وال برید ۹ تنه وژلي

امریکا کې دویم وسله وال برید ۹ تنه وژلي

د امریکا په اوهایو کې نن یکشنبه ۹ تنه په ډزو ووژل شول.
محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۲ مه: دا تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې دوهمه ورته پېښه ده چې په متحده ایالتونو کې کېږي.
د اوهایو په (ډې ټان) کې پولیسو په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي چې مشکوک حمله کوونکی مړ شوی او لږترلږه ۱۶ تنه نور په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.
په اوهایو کې دا پېښه څو ساعته وروسته له دې وشوه چې یوه زلمکي د تکزاس ایالت د ایل پاسو ښار په یوه لوی پلورنځي کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې ډزې وکړې او ۲۰ تنه یې ووژل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.