امریکا کې هوا ورځ تر بلې سړېږي

امریکا کې هوا ورځ تر بلې سړېږي

امریکا کې یخې هوا د سختو ستونزو سربیره خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د امریکا په شیکاګو کې دولتي ادارې ، ښوونځي او لویې لارې د خلکو پر وړاندې تړل شوې دي.

تر اوسه د دغې یخې هوا له امله د امریکا په لویدیځو سیمو کې ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدا راز د امریکا په ګڼو  نورو سیمو کې لسګونه کسان د یخنۍ له کبله بستر شوي هم دي.

د میشیګان جهیل هم وروسته له هغې ۹۵ سلنه یخ وهلی چې په کاناډا کې د نړۍ ستر ابشار، نایګرا هم له نیمايي زیات کنګل شوی دی.

تېره اونۍ د امریکا په ډیری برخو کې د هوا حالت تر منفي ۴۶ درجې را ټیټ شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.