ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه هدف ګرځولې

ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه هدف ګرځولې

د ایران سپاره پاسدارن ادعا کړې چې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه يې هغه مهال و ویشتله چې د دغه هېواد هوایي حریم ته ننوتله.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي چې دا الوتکه ګلوبل هاک ډوله ده او د سپاه هوايي ځواکونو په هرمزګان ولایت کې غورځولې ده. دا ولایت هرمز تنګي ته څېرمه موقعیت لري.

 

تېره اوونۍ هم د امریکا یوه څارګره الوتکه قطر هېواد کې غورځول شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.