ایران: له امریکا سره هېڅ راز تړون ارزښت نه لري

ایران: له امریکا سره هېڅ راز تړون ارزښت نه لري

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د روسیې او امریکا د اټومي توغندیو اوږدمهالي تړون ته په اشارې سره ویلي امریکا هر ډول تړون سره ورته بد چلند کوي.

جواد ظریف وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د تړون د ځنډ خبره وکړه.

امریکا وايي دا تړون به د اوس لپاره شپږ میاشتې وځنډوي او بیا وروسته به یې په تړاو وروستۍ پریکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته رسیدو سره سم د ایران اټومي تړون هم بې ګټې وباله او ځان یې ترې و ویست.

تازه د امریکا وروستۍ پریکړې د روسیې غبرګونونه هم پارولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.