ایران یوه میاشت کې درې بهرنۍ بېړۍ راګرځولي

ایران یوه میاشت کې درې بهرنۍ بېړۍ راګرځولي

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۱۴ مه: ایرن تېره یوه میاشت کې درې بهرنۍ بېړۍ د سر غړونې له امله نیولې دي.
ایران یوه بېړۍ تازه تېره ورځ راګرځولې ده.
بهرنۍ رسنۍ وايي: د ايران پاسداران انقلاب ځواک د نيول شوې بېړۍ په اړوند په دولتي رسنیو ويلي په بېړۍ کې تېل قاچاق کېدل.
ايران دا نه دي ویلي چې سمندري بېړۍ د کوم هېواد ده او د نيول شوؤ عملې د غړو تعلق د کوم هېواد سره دی.
د ايران انقلابي ځواک په ۱۸م جولايي د پاناما يوه بېړۍ نيولې او تور يې پرې لګولی چې تېل يې قاچاق کول او د هغې يوه ورځ وروسته يې په هرمز کې د برتانیې بېړه نيولې وه ويل شوي وو ايران دغه کارپه جبرالټر کې د برتانیې لخوا د ايرانۍ بېړۍ د نيولو په غبرګون کې کړی د کومې بېړۍ په اړوند چې ويل کېده شام ته روانه وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.