برازیل کې د اوبو بند ویجاړېدو تلفات لوړ شوي

برازیل کې د اوبو بند ویجاړېدو تلفات لوړ شوي

برازیل کې د اوبو بند د ویجاړیدو له امله د مړو شمیر ۶۵ تنو ته لوړ شو.

د راپورونو له مخې اوس هم په دغه پیښه کې ۲۷۹ کسان لادرکه دي چې د ژغورنې عملیات یې دوام لري.

د ژغورنې ډلې سلګونه کارکوونکي ددې کار لپاره ګومارل شوي دي.

برازیلي چارواکي وايي لادرکه شوي کسان د سیمې اوسیدونکي او د کان کېندنې کارکوونکي دي.

د برازیل لومړي وزیر له خلکو سره ژمنه وکړه چې ټولو هغو کسانو ته به جزا ورکړي چې په دې برخه کې یې ناغیړي کړې ده.

هغه زیاته کړه چې له څیړنو وروسته به د بند قراردادي شرکتونو ۳ میلیارده سرمایه هم کنګل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.