برېتانيې رسماً له اروپايي ټولنې د وتلو لړۍ پیل کړه

 بريتانيې د مارچ په ۲۹ نېټه اروپايي ټولنې ته له دې ټولنې څخه د وتلو رسمي غوښتنليک وړاندې کړ. د اروپايي شوراې مشر ډونالډ توسک په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د بريتانيا له صدراعظمې څخه مې په شپږو پاڼو کې غوښتنليک تر لاسه کړ،توسک وويل چې نن ورځ د اروپايي ټولنې او بريتانيا لپاره خواشينونکې ورځ ده،بريتانيا د اروپايي ټولنې لومړی غړی دی چې له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته ياده ټولنه پرېږدي،ډونالډ توسک به د روانې مياشتې په ۳۱ نېټه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د بريتانيې د جلا کېدو په اړه لارښونکی پلان وسپاري او د تصويب لپاره به يې د اپرېل په ۲۹ مه نېټه د اروپايي ټولنې د ۳۷ غړو هېوادونو د مشرانو په سر مشريزه غونډه کې پرې بحث وشي ورپسې بريتانيا بايد په دوو کلنو کې د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره خبرې وکړي او ښايي بريتانيه د دغې خدای پامانۍ لپاره له پنځوس ملياردو څخه تر شپېتو ملياردو يورو پورې بيه ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.