بلوچستان کې د یو قوماندان په ګډون ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي محور؛ شنبه، د اسد میاشتې پنځمه نېټه: پاکستاني رسنۍ وايي: بلوچستان کې پر پاکستانیو ځواکونو د وسله والو لخوا برید شوی دی. د رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د رسنیو راپور کاږي، وژل شویو کې د خالد په نوم د پوځیانو یو ډلګی مشر هم شامل دی. پېښه نن مخکې له غرمې رامنځته شوې ده.
Leave a Reply