د امریکا د متحدو ایالتونو یو پلاوی ترکیې ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره له سوریې د امریکايي پوځيانو د وتلو پر سر خبرې وکړي
ترکیې ته د امریکايي پلاوي د ورتګ خبره د ترکیې د ولسمشر رجب طب اردوغان ویاند کړې ده
د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ وویل چې له سوریې څخه خپل ټول پوځیان باسي او د داعش پاتې شونې دې ترکیه له منځه یوسی
د ترکیې ولسمشر هم تازه اعلان کړی، چې غواړي سوریه کې د داعش پر ضد عملیات وکړي
اوس داسې راپورونه ورکړل شوي چې ممکن روسیه هم له سوریې پښې سپکې کړي
Leave a Reply