خان: اوس ددې وخت راغلی چې مودي ته سبق ورکړو

خان: اوس ددې وخت راغلی چې مودي ته سبق ورکړو

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۲۴ مه:

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې کشمیر ته تللی دی هلته یې یوې غونډې ته وینا کې ویلي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته د څپېړې ځواب په سوک او تر څنګ یې ښه سبق ورکړل شي.

خان اندېښنه ښودلې چې د کشمیر وضعیت له کړکېچ سره مخ دی او په لومړي وار یې نړۍ ته د نریندرا مودي څېره ورښکاره کړه.

له عمران خان وړاندې د هندوستان د پوځ مشر ویلي و چې د پاکستان هر ډول ځواب ته تیار دی او کشمیر کې د پاکستانیو پوځیانو له فعالیت هېڅ راز اندېښنه نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.