داعش ۹ سړي او ۱ ځوان هلک د همجنسګرایۍ په تور په دار وځړول. د سوریې د بشر حقوقو د څار کمېسون وايي چې داعش دغه عمل په عام محضر کې ترسره کړی.
د سوریې د بشر له حقوقو څخه د څار کمېسون چې په لندن کې مېشت دی ویلي چې داعش ۷ تنه سړي د رستان په ښار کې د همجنسګرایۍ په تور په دار ځړلوي. دغې ترهګرې ډلې همداراز دوه تنه سړي او یو ځوان هلک د حریتا په ښار کې په ورته تور په دار ځړولي.
رامي عبدالرحمان، د دغې کمیسون رییس د دوشنبې په ورځ وویل چې دغې کمیسون ته د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې دغه خلک د عامو خلکو په مخکې په دار ځړول شوي خو داعش ټولې هغه کمرې چې دا ځړونه یې عکاسي کړې وه راټولې کړي او له منځه وړي.
Leave a Reply