د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله لاریونونه پیل شوي

د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله لاریونونه پیل شوي

دغه لاریونونه پر پوله د دیوال جوړولو پر ضد او د مرکزي امریکا په ملاتړ روان دي.

لاریون کوونکي وايي له مکسیکو سره دې داسې پوله جوړه شي چې د بشر حقونو پر بنسټ وي.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم روانه اونۍ سرحدي سیمو ته ولاړ شي.

اوس مهال له سرحد هاغاړه  په مکسیکو کې د مرکزي امریکا ۲۰۰۰ کډوال په دې تمه میشت دي چې امریکا ته واوړي.

اخوا امریکا اوس هم ټینګار کوي چې تر هغې به کډوالو ته اجازه ور نه کړي چې قضیې یې حل نشي.

اخوا د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ هم د دیوال جوړولو لپاره د بودیجې پرسر  لانجې دوام لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.