د اوکراین او روسیې له کړکیچ اندېښنې

د اوکراین او روسیې له کړکیچ اندېښنې

جرمني د اوکراین او روسیې د کړکیچ په تړاو اندیښنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي په دغه سیمه کې د جګړې دوام نه غواړي او باید دا اړیکې نورې ورغیږي.

هغه له روسیې او اوکراین دواړو وغوښتل چې په سیمه کې د راتلونکې جګړې د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

د اوکراین او روسیې کړکیچ ورځ تر بلې د زیاتیدو په لور روان دی.

د دواړو هیوادونو دغه کړکیچ د جرمني په ګډون د اروپايي هیوادونو اندیښنې هم راپارولې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر چې تازه له خپل روسي سیال سره له خبرو اترو ستون شوی وايي، د ۲۰۱۸ کال کړکیچونه باید بیا تکرار نشي.

((موږ له روسیې سره د اوکراین د موضوع په تړاو خبرې وکړې. ما په څرګنده توګه خپل نظر هغوی ته و وایو، موږ د دواړو هیوادونو په تړاو اندیښنه لرو، موږ نه غواړو چې د ۲۰۱۸ کال کړکیچ بیا تکرار شي، موږ غواړو چې پوه شو په دغه سیمه کې څه روان دي.))

ماس چې د اوکراین په پلازمینه کييف کې رسنیو ته وینا کوله له ټولو ښکیلو خواو وغوښتل چې د راتلونکې ممکنه جګړې د مخنیوي لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

((په عمومي توګه، موږ له ټولو هغو لورو غوښتنه کوو چې په سیمه کې د جګړې او شخړې د را کمولو په برخه کې همکاري وکړي. د همدې په خاطر موږ د راتلونکې شخړې او کړکیچ بد مخنیوي لپاره له ډیپلوماټيکو لارو چارو کار اخیستل غواړو.))

د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د اوکراین یوه بیړۍ د روسيې اوبو ته ننوته چې روسي ځواکونو پرې ډزې وکړې او بیړۍ یې هم ورته برمته کړه.

اوکراین له دغې پیښې وروسته په شاوخوا لسو سرحدي ولایتونو کې نظامي حکومت اعلان کړ او د روسیې د احتمالي برید پر وړاندې یې تیارسۍ وښود.

Leave a Reply

Your email address will not be published.