د شیخ حسینې عوامي ګوند د دغو ټاکنو مخکښ و او په غوڅ اکثریت یې ټاکنې ګټلې دي.
اپوزیسیون ګوندونه ټاکنې نه مني او د بیا ټاکنو غوښتنه کوي چې حکومت په کې کومه لاسوهنه و نه کړي.
عوامي ګوند په پارلمان کې د ډيرو څوکیو په ترلاسه کولو سره دا ټاکنې بیا خپلې کړې دي
اخوا د اپوزیسیون ګوند مشران دا ټاکنې له فساد ډکې بولي او د بیا ټاکنو غوښتنه کوي چې حکومت پکې باید بې پرې وي.
د اپوزیسیون مشر کمال وايي، دا کوم حالت چې د بې مانا ټاکنو له امله مخ ته راغلی دی، دا حالت باید سم شي، دا ځل باید حکومت بې پرې وي. نو موږ د ټاکنو له کمیسیون غوښتنه وکړه چې دا ټاکنې لغوه اعلان کړي او د بیا ټاکنو لپاره چمتو والی ونیسي.
اپوزیسیون ډله وايي د ډیمو کراسۍ ډير اصول په دې ټاکنو کې تر پښو لاندې شوې دي.
Leave a Reply