ترکیې پر یوغور مسلمانانو د زور زیاتي غندنه کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د چین حکومت له لوري پر یوغوري مسلمانانو د تاوتریخوالي نیوکه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه ظلمونه د ټول انسانیت لپاره د شرم ځای دی.
اعلامیه زیاتوي چې چین دې په یوغوري ترکانو زور زیاتی ودروي او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دا اوس پټه خبره نه ده چې د یو میلیون یوغوري مسلمانانو بشر حقونه تر پښو لاندې کیږي.
له څو کلونو راهیسې د چین په لویدیځ کې د یوغوري مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی او مذهبي ارزښتونو ته یې سپکاوی کیږي.
Leave a Reply