د خیبر پښتونخوا مسوولین: د پاکستان حکومت دې زمونږ د برېښنا ۱۲۸ میلیارده کلدارې پور راکړي

د خیبر پښتونخوا مسوولین: د پاکستان حکومت دې زمونږ د برېښنا ۱۲۸ میلیارده کلدارې پور راکړي

د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان له مرکزي ادارې غوښتي چې د برېښنا له اړخه دې د دوی ۱۹۸ میلیارده کلدارې پور ژر تر ژره  ورکړي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا په دې وروستيو کې ویلي مرکزي حکومت دې د جوړې شوې تګلارې له مخې، په خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره دې د خیبر پښتونخوا د برېښنا پور ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دا پیسې له تېرو ۳۰ کلونو راهېسې په مرکزي حکومت پور دی او اسلام آباد دې ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.

د خیبر پښتونخوا مسوولینو ویلي چې نور ورته د امسله او پور د زغم وړ نه دي.

پاکستان په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.