د داعش مالي‌ ملاتړي څوک دي؟

داعشګلوبل ریسرچ یوه مقاله خپره کړې لیکي: (څوک د داعش لګښتونه ورکوي؟ باید له خپلو متحدینو وپوښتو) په مقاله کې د روسیې او د ترکیې ترمنځ د شخړې له زاویې موضوع ته کتل شوي دي.

ګلوبل لیکي: د روسیې دفاع وزارت د ترکیې ولسمشر او کورنۍ یې له داعش څخه په غیرقانوني توګه د تیلو په خریدارۍ تورن کړي او روسیه داسې تصویرونه لري چې ښکاري خپله ادعا ثابته کړای شي.

په مسکو کې په یو بې ساري کنفرانس کې د سپوږمکۍ له لارې هغه تصویرونه روسیې دفاع وزارت نندارې ته وړاندې کړل چې لېږدوونکي ټانکرونه په کتار ولاړ دي.
ولادیمیر پوتین هم له له فرانسوا اولاند سره په کتنه کې د تصویرونو موضوع داسې توصیف کړه: ((‌ ټانکرونه د یوې ژوندۍ نل لیکې بڼه لري، چې په سوریه کې دداعش او نورو جنګیالیو تر تسلط لاندې سیمو څخه ترکیې ته تېل رسوي.))

پوتین ترکیه تورنه کړه چې د تیلو د کرښې د راز ساتنې په خاطر یې روسۍ جنګي الوتکه راوپرځوله. سره له دې چې روسیو چارواکو نده په ډاګه کړې چې د اردوغان د کورنۍ او داعش ترمنځ د تیلو کاروبار په اړه څه شواهد په لاس لري، مګر نورو خبري رسنیو د اردوغان د زوی چې د ښکتۍ چلونې یو شرکت لري، له داعش سره له اړیکو پرده پورته کړې ده.  اردوغان له داعش سره د تیلو د تجارت په اړه هرډول ادعاوې رد کړې او حتی خبره تر هغه سرحده رسېدلې، چې ژمنه کوي، که چا ثابته کړه، زه له خپلې دندې استعفا کوم.

د روسې دفاع وزارت هم د ترکیې ولسمشر په تصویرونو او ویډیويي فلم سره ننګولی دی. سره له دې چې اردوغان خپل وړاندیز ډیر په جدیت سره مطرح کړی اما نړیواله ټولنه حیرانه ده، ځکه هغه سړی چې د پارلمان د څو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره یې په کورنۍ جګړه لاس پورې کړ، او هغه څوک چې په دې تصور چې د خپل دولت لپاره تهدید دی، زنداني کېږي، ایا په خپل قول به ودرېږي؟

هغه مهم ټکی چې د روسیې او ترکیې ترمنځ د اختلافونو په اوج کې د امریکايي رسنیو له پامه غورځېدلی، د ترکیې دولت د مخالف ګوند دا ادعا ده چې د اردوغان د زوی د شرکت بېړۍ د سوریې او روسیې په بندرونو کې ولاړې وې نا مشخص تجارتي او غذايي توکي یې بارول.  د ترکیې د دولت د مخالف حزب یو غړی سزین تانریکولو دا تور داسې توضیح کوي:‌((‌ رسنیو راپور ورکړی، چې د اردوغان د زوی د شرکت اړوند یوې بېړۍ د ۲۰۱۴ کال د اپریل په دریمه د روسیې له ناوورو سیسک بندر څخه حرکت کړی او د اپریل په لسمه استانبول ته رسېدلې ده. هماغه ورځ د سوریې طرطوس بندر ته رسېدلې کوم ځای چې د اسد د پلویانو تر کنترول لاندې دی)).

 

ښايي یو مهم ټکی داوي چې اردوغان د خپل زوی له معاملو نه څومره باخبره دی. ایا له روسیې سره د ترکیې تجارت د ناټو د غړي هېواد په حیث د ناټو له ملاتړ سره په ټکر کې نه واقع کېږي؟

د روسیې له خوا په ترکیه له تورونو لګولو وروسته عراق هم چهارشنبه له امنیت شورا څخه وغوښتل د هغو کسانو په اړه پلټنې وکړي چې دداعش په مرسته تیل قاچاق کوي.‌
د عراق ددفاع وزارت ویاند وویل:‌((موږ باور نلرو چې امریکا دې له داعش څخه ملاتړ کوي مګر اکثره خلک فکر کوي چې امریکایان دغه کار کوي، دوی حق لري داسې فکر وکړي ځکه چې امریکا دداعش پرضد په ورو عمل کوي چې تصور کیږي له داعش سره خواخوږي لري یا یې مرسته کوي))

Leave a Reply

Your email address will not be published.