د هوا وای پر مشرې تورونه لګول شوي دي

د هوا وای پر مشرې تورونه لګول شوي دي

امریکا د هو وای شرکت پر مشرې تازه تورونه ولګول.

د امریکا لویې څارنوالۍ د چین د مشهورې او پرمختللې مبایل کمپنۍ پر مشرې له بندیزونو د سرغړاوي او بانکي درغلۍ تورونه پورې  کړل.

امریکا همدا راز وايي د هو وای شرکت مشرې د ټکنالوژۍ یو شمیر مخفي تیوري ګانې هم غلا کړې دي.

بل لور ته ټي مبایل په نوم د مبایلونو شرکت هم پر مېنګ وانژو د تجارتي مفکورو د غلا تورونه لګولي دي.

د هو وای شرکت مشره کابو دوه میاشتې وړاندې د کاناډا په ونکور کې ونیول شوه چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شوه.

د هوا وای شرکت د مشرې قضیې د کاناډا او چین ترمنځ اړیکې هم له کړکیچونو سره مخ کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.