د ټرمپ او اون تازه لیدنه

د ټرمپ او اون تازه لیدنه

ټرمپ او کېم جونګ اون به د راتلونکې فیبروري په وروستیو کې وګوري.

د شمالي کوریا مشر واشنګټن ته د يوه جګپوړي پلاوي له استولو وروسته د دواړو هیوادونو مشرانو د دویمې ناستې وخت څرګند کړ.

ویل کیږي چې  د دغې پلاوي مشر کېم یونګ  له ډونالډ ټرمپ سره هم کتلي دي.

تر اوسه د دواړو مشرانو د دویمې ناستې ټاکلې نیټه او ځای نه دی مشخص شوی خو دومره یې ویلي چې د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې به وګوري.

کېم او ټرمپ خپله لومړۍ لیدنه د تېر کال په جون میاشت کې کړې وه چې ډیرې ښې پایلې یې ورکړې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.