د کېم او ټرمپ لیدو ته تیاری نیول شوی

د کېم او ټرمپ لیدو ته تیاری نیول شوی

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په پام کې ده روانه اونۍ ویتنام ته ولاړ شي له شمالي کوریا سره خپلې اړیکې ډيرې مهمې بولي خو له بندیزونو نه لرې کوي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي کېم جونګ اون سره یې پخوا د اټومي ازمایښتونو پر سر ډیرې ستونزې درلودې خو اوس یې اړیکې تر ټولو ښې دي.

 

ټرمپ وايي بندیزونه اوس هم پخپل حال دي او شمالي کوریا یې خبرو اترو ته هم اړ کړې ده.

 

((زه به له کېم جونګ اون سره لیدنه وکړم او دا تر ټولو په زړه پوری خبر دی. زموږ اړیکو ډیر پرمختګ کړی دی، مخکې به هغوی د وسلې ازمایښتونه کول، اټومي بټۍ به یې درلودې. اوس دغه اړیکې دومره ښې شوې دي چې زموږ بندیزونه لا دوام لري خو بیا هم هغوی خبرو ته چمتو دي.))

 

ټرمپ وايي اوس ددغو بندیزونو د لرې کولو هیڅ کوم پلان نه لري.

 

هغه زیاته کړه چې که شمالي کوریا کې روان کړکیچ پای ته ورسیږي، د موقعیت له پلوه یو ارزښتمن هیواد دی او په یوه نړیوال اقتصادي هیواد به بدل شي.

 

((دا به ډیره ښه شي، هغه به پر یو اقتصادي هیواد بدل شي. زه تاسو ته ویلی شم چې که اټومي وسله وي دا کارونه نه کیږي، زه تاسې ته ویلی شم چې که دغه کړکیچونو پای ته ورسیږي، هرڅه به سم شي. موږ به په راتلونکو ورځو کې په همدې تړاو خبرې وکړو.))

 

ټرمپ د ویتنام د دوه ورځنۍ ناستې لپاره په بشپړه توګه چمتو والی نیولی دی.

 

هلته د ویتنام په هانوی ښار کې د دواړو مشرانو د تود هرکلي لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

 

کېم جونګ اون هم ویتنام  ته روان شوی چې د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه هلته له ټرمپ سره وګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.