د کېم او ټرمپ لیدو ته زمینه سازي روانه ده

د کېم او ټرمپ لیدو ته زمینه سازي روانه ده

 

امریکا استازی سټیفن بېګون چې د کېم او ټرمپ د راتلونکې ناستې لپاره زمینه برابروي شمالي کوریا ته ځي چې د دغه هیواد له پلاوي سره وګوري.

سټیفن بېګون له یوه امریکايي پلاوي سره وړمه ورځ سیول ته رسیدلی چې کوریايي مشرانو هم ورسره لیدلي دي.

په پام کې ده چې کېم جونګ اون او ډونالډ ټرمپ د روان فیبروري میاشتې په پای کې دویمه تاریخي ناسته وکړي.

راپورونه وايي ډیر اټکل کیږي چې دا ناسته په ویتنام کې ترسره شي.

دا دویمه تاریخي ناسته ده چې اجنډا به یې د کوریا ټاپو وزمې بې وسلې کول او د دواړو کوریاګانو د سولې او یو والي په تړاو خبرې اترې وي

Leave a Reply

Your email address will not be published.